دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نتانیاهو: د یحیی سنوار وژل کېدل د جګړې د پای په معنا نه دي!
بسم الله الرحمن الرحيم
نتانیاهو: د یحیی سنوار وژل کېدل د جګړې د پای په معنا نه دي!

(ژباړه)

خبر:

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه بیانیه کې اعلان وکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر رئیس یحیی السنوار د اسراییلو د پوځ د عملیاتو پر مهال په غزې تړانګه کې وژل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې د یحیی سنوار وژل کېدل د جګړې د پای په معنا نه دي او اسراییل به تر هغه وخته خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، ترڅو چې خپل اسراییلي بندیان یې راخوشي نه شي. همدارنګه نتانیاهو ادعا وکړه، چې له دې وروسته به حماس د غزې تړانګې کنټرول له لاسه ورکړي او سیمه به د سولې او امنیت لپاره فرصت پیدا کړي.

تبصره:

د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار شهادت د مقاومت د پای په معنا نه دی؛ بلکې دا پېښه د انقلاب اور نور هم زیاتوي. پر دې سربېره د یهودي «دولت» په غصب شوې خاوره کې پیل شوی دی او د دې خاورې اوسېدونکي به هېڅکله د خپل حق له اخیستلو په شا نشي. دغه «دولت» د حتمي پاشلو په درشل کې دی او د دې موضوع لپاره یو شمېر دلایل شته دي، چې په لاندې ډول بیانېږي:

۱. کورني اختلافات، چې د هغوی «دولت» یې تر سخت فشار لاندې راوستی دی او دا تر بل هر وخت ډېر شوي دي.

۲. اقتصادي وضعیت یې خراب دی او په بېلابېلو برخو کې له ‎ژور رکود سره مخ دی؛ زرګونه شرکتونه له هېواد څخه د وتلو په فکر کې دي او ځینې یې له وړاندې تللي دي.

۳. له هېواد څخه بهر ژوند ته د یهودو لېوالتیا، ځکه د خپل هېواد په راتلونکي ډاډمن نه دي او دا په حقیقت کې د  معکوسې کډوالۍ ښکارندویي کوي؛ داسې چې دغه هېواد ته د کډوالو راتګ ډېر ټیټ شوی دی.

۴. دغې دوامداره جګړې د یهودو تر منځ یوه مزمنه وېره رامنځته کړې ده، چې د فلسطین د خلکو له مقاومت څخه رامنځته کېږي؛ هغه خلک چې پر ټولو مصیبتونو، توغندیزو بریدونو او چاودنو سربېره بیا هم ولاړ دي.

۵. د دغه «دولت» نږدې راتلونکی تر هغه ډېر پیچلی دی، چې نتانیاهو یې په رسمي خبرو او تهاجمي پروګرامونو کې وړاندې کوي. دغه اقدامات د امریکا د هڅو یوه برخه ده، ترڅو منځنی ختیځ داسې جوړ کړي، چې د دوی په اصطلاح "د شر محور" نه وي. همدارنګه دا هڅې د یهودو «دولت» ته د هغو تضمینونو د ورکولو لپاره دي، ترڅو د سیمې د هېوادونو له حکامو سره اړیکې عادي کړي. دغه اندېښنې د یهودو «دولت» د ډېرې پراختیا په لوري بیایي، په داسې حال کې چې دغه پراختیا به د دوی په ګټه نه وي.

ټوله سیمه په یوه ناوړه وضعیت کې ده او دغه شرایط یوازې د کاغذ پر مخ د محاسبې له مخې د تفسیر وړ نه دي؛ ځکه هغه شېبه د وړاندوینې او مخنیوي وړ نه ده، چې په دې سیمه کې شته خلک او ځواکونه به په حرکت راشي او همدارنګه پلان جوړنې او محاسبو ته هم اړتیا نه لري؛ که هر څومره د خاینو حکامو قدرت ښايي ډېر وي، خو دغه لوی ځواک به کنټرول نه کړای شي.

اې اسلامي امته او اې د دغه امت مېړنیو چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته قدرت او مقام درکړی دی؛ که چېرې تاسو له دغه قدرت څخه د مظلومانو د دفاع او پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی د احکامو د پلي کولو لپاره استفاده ونه کړئ، نو هغه سبحانه وتعالی به مو سخت ماخذه کړي!

اې مسلمانانو! نن ورځ موږ له امریکا او د هغې له مزدورانو سره جنګېږو. امریکا د خپلو ګټو لپاره له هرې وسیلې استفاده کوي او هر هغه څوک ګوښه کوي، چې اړتیا یې ویني. دغه هېواد د ټولې سیمې لپاره د یوه ناوړه پلان پر جوړولو لګیا دی، نو که چېرې نن ورځ د مظلومانو او د شهیدانو د وینو، د ماشومانو او ښځو د ملاتړ لپاره اقدام ونه کړو، سبا ورځ به زموږ د بچیانو او ښځو نوبت هم را ورسېږي. نو له هغو کسانو سره یو ځای شئ، چې ستاسو د عزت او اسلامي ژوند د بیا راګرځولو لپاره هڅې کوي، ترڅو د نبوت پر منهج راشده خلافت چې الله سبحانه وتعالی یې له موږ سره ژمنه کړې ده، تاسیس کړو. الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي:

﴿وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (۱۳۹) إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاءَ وَاللهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ﴾ [آل عمران: ۱۳۹- ۱۴۰]

ژباړه: مه سستي کوئ او مه خپګان، ځکه تاسو برلاسي یئ، که چېرې مومنان وئ؛ که چېرې (د احد په جګړه کې) تاسو ته زیان ورسېد، کافرانو ته هم داسې زیان ورسېد او موږ ورځې (حالات) د خلکو تر منځ اړوو، را اړوو. دا د دې لپاره دي چې الله (سبحانه وتعالی) مومنان مشخص کړي او له تاسو څخه شهیدان انتخاب کړي او الله (سبحانه وتعالی) ظالمان نه خوښوي.

لیکوال: نبیل عبد الکریم

ژباړن: صهیب منصور

17ربیع الثاني 1446ه.ق.

20 اکتوبر 2024م.

Last modified onچهارشنبه, 23 اکتوبر 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې